یکشنبه, ۱۵ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب التحریر ـ د فلسطین سپېڅلې خاوره: د فلسطین ازادې مېرمنې د مېرمنو د انحراف او د سېداو (CEDAW) د پلي کوونکو پر وړاندې خپل غږ پورته کړ!

(ژباړه)

د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې، د مېرمنو یوې سترې غونډې د الخلیل (حبرون) ښار د خپلو خویندو بلنې ته مثبت ځواب ووایه او په یوه پرتمینه او بې‌سارې ناسته کې سره راټولې شوې. د دې غونډې موخه د مېرمنو او مسلمانې کورنۍ د شرعي احکامو تبیین، د حیا او عفت ساتنه او د غربي او اخلاقي فساد د هغو کمپاینونو پر وړاندې پوهاوی و چې غواړي په بېلابېلو لارو ښځه، کورنۍ او په پای کې ټوله ټولنه تباه کړي.

دغه غونډه، چې په حقیقت کې یو لوی کنفرانس و، څو مهمې ویناوې یې درلودې:

لومړۍ وینا د «ښځه: د الهي وحې لخوا د خوندې شوي عزت او د متضادو شعارونو ترمنځ» تر سرلیک لاندې وه، چې په اسلام کې د ښځې ریښتینی مقام یې روښانه کړ او دا یې تشرېح کړه چې څنګه الهي وحې د هغوی عزت، کرامت او حقوق خوندې کړي دي، سربېره پر دې د غرب او د هغوی د متحدینو لخوا د دغه حقیقت د بدلولو او مسخ کولو هڅې افشا شوې.

دویمه وینا «پر ښځو د لوېدیځ کلک او سخت برید» سرلیک درلود. په دې وینا کې د اسلام د ټولنیز نظام پر اصولو تکیه وشوه او په ټولنه کې د ښځې او نر ترمنځ د نامشروع اختلاط او د عفت او پردې د پولو د ماتولو د انحرافي هڅو حقیقت په ډ‌اګه شو.

درېیمه وینا، «سېداو (CEDAW)؛ د اسلامي احکامو پر وړاندې روان جنګ او د مسلمانو ښځو انحراف»، د سېداو تړون بېلابېلې مادې او له شرعي احکامو سره د هغوی څرګند ټکر روښانه کړ؛ هغه مواد چې پلي کوونکي یې غواړي پر مسلمانو ښځو یې په زور تحمیل کړي.

څلورمه وینا، «په فلسطین کې فیمینیسټي حرکت: یوه ترخه لاسته راوړنه»، د هغو بهرنیو مالي مرستو او د فیمینیسټي موسسو او ټولنو د شکمنو مالي ملاتړو په اړه یې بحث وکړ چې موخه یې د ښځو او کورنیو انحراف او فساد دی.

پنځمه وینا، «د نارینه وو او ښځو اختلاط: اصول او احکام»، له شرعي لیدلوري څخه د جنسونو ترمنځ د اختلاط مفهوم وڅېړه او په شخصي او عامه ژوند او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې د نارینه وو او ښځو ترمنځ د تعامل او درېځ قواعد یې مشخص کړل.

په پای کې شپږمه وینا، «د ښځو پیاوړتیا (Women's Empowerment)»، د دغه شعار په بڼه کې شته خطرونه یې په ډاګه کړل، چې د ښځو په اړه په اوسنیو عصري بحثونو کې خورا څرګند دی او د هغوی له فريبکارانه لارو چارو څخه رامنځته کېدونکو خطرونو او پایلو ته یې خبرداری ورکړ.

له دې وروسته د غزه - هاشم د يوې مېرمنې خپور شوی اغېزمن پيغام ښځینه سازمانونو ته واورول شو، چې د هغو تکلیفونو او سختیو په اړه یې خبرې وکړې چې په غزه کې ښځې ورسره مخ دي لکه؛ وژل، بې ځایه کېدل، ضایع کېدل، درد، شکنجه او اسارت او دا چې دغه سازمانونه باید د هغوی پر وړاندې کوم مسوولیت ولري.

د غونډې په پای کې د الخلیل (حبرون) د مېرمنو لخوا یو څرګند پیغام وړاندې شو، چې د غربي اجنداوو، د سېداو د موادو او د هغو د څانګو او د هر هغه څه ردول پکې اعلان شول، چې د الله سبحانه وتعالی له شریعت او احکامو سره په ټکر کې دي. هغوی ټینګار وکړ چې فلسطین تل یوه سپېڅلې خاوره پاتې شوې ده او د دې خاورې ازادې او عفیفې مېرمنې به د غربي او اخلاقي فساد د ټولو هڅو پر وړاندې د یو محکم سنګر په توګه ودرېږي.

همدارنګه د «اې ملغلرې! چې یو وخت د ارزښتمنې خزانې په توګه ساتل کېدې» تر سرلیک لاندې یو شعر هم وویل شو.

په دغه ناسته او کنفرانس کې دوې ویډیوګانې هم نندارې ته وړاندې شوې: لومړۍ ویډیو په غربي ټولنو کې د ښځو ترخو حقیقتونو او بد وضعیت ته پاملرنه کوله، هغه ټولنې چې ترویج کوونکي یې غواړي مسلمانې ښځې ترې تقلید وکړي او دویمې ویډیو د هغو دسیسو او اېډیالوژیو بېلګې وښودې، چې د مسلمانو ښځو پر ضد پلان شوي دي.

کنفرانس په دعا پای ته ورسېد، چې د فلسطین په سپېڅلې خاوره او ټوله نړۍ کې د مسلمانو ښځو او نجونو د ثبات، پیاوړتیا او خوندیتوب لپاره غوښتنه وشو.

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۷مه

۲۰۲۶م کال، د سپټمبر ۱۹مه

د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحريرـ مطبوعاتي دفتر استازی

 

د فعالیتونو انځورونه

 

 

2026 09 19 PAL WS ACTV POSTER

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر فلسطین لاندې وېب‌پاڼې وګورئ:

د حزب‌التحریر فلسطین رسمي وېب‌پاڼه

د حزب‌التحریر فلسطین ټویټر‌پاڼه

د بیت‌المقدس غږ یوټیوب چینل

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې